هرات کي درې تنه د غلا په تور ونیول شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۵
moi

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو له خوا درې تنه د وسله والې غلا، لاره نیونې او باج اخیستنې په تور ونیول شول.
له نیول شویو کسانو دوه چاړې هم لاسته راغلې دي.
د دې تر څنګ، ملي پولیسو په هرات کې درې تن د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
نیول شوي کسان د هرات ولایت د کشک ولسوالۍ د رباط سنګي اوسېدونکي دي، چې د ملي پولیسو له خوا په انجیل ولسوالۍ کې ونیول شول.
له یادو کسانو ۶۰۰ ګرامه مخدره توکي چې د تریاکو له ډوله وو، کشف او ضبط شوي دي.