هرات ولایت کې به امنیتي وضعیت بدلون ومومي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د یوې غونډې په ترڅ کې د هرات ولایت امنیتي وضعیت وارزوه.
په دې ناسته کې د هرات والي عبدالصبور قانع، د ملي امنیت لوی ریاست مرستیال او همدارنګه د هرات ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سیدمعراج الدین سادات ګډون درلود.
جنرال عبدالستار میرزکوال د هرات ولایت امنیتي وضعیت ته په کتو سره وویل، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه له امنیتي او دفاعي بنسټونو سره په همکارۍ پر عملیاتي برنامو کار کوي او ډېر ژر به د له لاسه وتلو سیمو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملیات پیل کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست هرات مېشتو ته ډاډ ورکړ، چې د عملیاتي پلان په پلي کېدو سره به د هرات ښار او ولسوالیو په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي او وضعیت به عادي حالت ته وګرځي.