هرات او ننګرهار کې څلور تنه د وسلو او مهماتو د قاچاق او ساتنې په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۵:۶
r

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه د وسلو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو قاچاقبرانو څخه یو میل پیکا، یو میل ماشین‌لرونکې ار.پي.کا، یو عراده موټرسایکل او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
همداراز؛ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د ګوشتې ولسوالۍ په "ماماخېل" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې د یوه کور د تلاشۍ په پایله کې یو اندازه بېلابېل ډوله مهمات ترلاسه شوي او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.