هرات او سرپل کې ۱۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۰:۹
ف

تېر سهار د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یو لړ عملیات په لاره اچولي وو، چې په ترڅ کې یې څلور ترهګر طالبان وژلي او د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي ډلمشر په ګډون څلور نور یې ټپيان کړي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو د یو شمېر جګړه ییزو توکو په ګډون ۳۱ عرادې موټر سایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز د سرپل ولایت د امنیه قومندانۍ د ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د یادې نښتې پرمهال د ملي پولیسو یو هاموې ټانګ هم له ترهګرو طالبانو بېرته د پولیسو لاسته ورغلی دی.