هرات، لغمان او نیمروز کې پنځه تنه د انسان تښتونې او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۴:۱۲
7

د هرات، لغمان او نیمروز ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د انسان تښتونې او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ لغمان ولایت کې دوه تنه د انسان تښتونې، د هرات ښار په شپاړلسمه ناحیه کې دوه حرفوي غله د وسله والو غلاو په تړاو له یوې قبضې تفنګچې او یو عراده موټرسایکل سره او همدارنګه د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په څلورمه ناحیه کې یو حرفوي غل چې د غلا په ګڼو قضیو تورن دی له یو میل کلاشینکوف سره نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.