نیمروز کې ۱۵ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ونیول شول
د نیمروز امنیې قومندانۍ د نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو د یو کشفي عملیات په ترڅ کې، دوه تنه له ۱۵ کیلوګرامو نشهيي توکو سره د دې ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.