نیمروز کې ۱۵ غلا شوي موټرونه وموندل شول

د نیمروز امنیه قومندانۍ امنیتي او کشفي ځواکونو د یو پلټونکي عملیات په پایله کې د حرفوي غلو یوه ډله نیولې چې له خلکو یې په نیمروز، هلمند او فراه ولایتونو کې ۱۵ عرادې بېلابېل موټرونه غلا کړي وو.
د یادولو ده چې، د یادو موټرونو مالکان کولی شي چې له اسنادو او مدارکو سره دې د اړونده ادارې د اسنادو د پروسې تر ارزولو وروسته د نیمروز ولایت مقام ته ورشي او خپل موټرونه دې ترلاسه کړي.