نیمروز کې لسګونه کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شول
د نیمروز امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یاد ولایت د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو کشفي او هدفي عملیات په پایله کې ۶۰ کیلوګرامه شیشه کشف او ضبط کړې ده.
په دې تړاو پولیسو یو تن نیولی له څېړنو او نسبتي دوسیې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.