نیمروز کې سلګونه نظامي دوربینونه د کشفي او چټک اقدام په ترڅ کې ونیول شول.
د نیمروز امنیې قومندانۍ د لویې لارې کنډک مجاهدینو نن شنبه د یو پلټونکي او چټک اقدام په ترڅ کې دوه تنه له ۲۸۶ دانو دوربینونو سره ونیول.
یادو کسانو دغه دوربینونه په یو مسافروړونکي ۵۸۰ موټر کې ځای پرځای کړي و او غوښتل یې چې له کندهار ولایت څخه یې لومړی نیمروز او بیا له هغه ځایه ایران هېواد ته قاچاق کړي.
نیول شوي کسان نیمروز کې د پولیسو له څېړنو وروسته په یاد ولایت کې ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ځواکونو ته سپارل شوي دي.