نیمروز کې د څه باندې ۲۰۰۰ لیتره تېزابو د ضبط سربېره؛ په لغمان او خوست کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو له کشف پولیسو سره یو ځای د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰۴۰ لیتره تېزاب (فورمیک اسید) کشف او ترلاسه کړي دي.
فورمیک اسید د نشه يي توکو او په ځانګړې توګه د ښيښې په تولید او پروسېس کې استفاده کېږي، چې په زرنج ښار کې په یوه سرای کې دننه ساتل کېدل.
د دې قضيې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي.
بلخوا وړمه ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په لغمان او خوست ولایتونو کې څلور تنه د "ښيښې او چرسو" د قاچاق په تور نیولي دي.