نیمروز کې درې تنه د هدفي وژنو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۰:۳
7

ملي پولیسو د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د هدفي وژنو په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یوه قبضه تومانچه او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي او دوی غوښتل د تومانچې په وسیله په هدفي وژنو لاس پورې کړي.