نیمروز کې اته ترهګر طالبان ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۸:۰
4

د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ د منسوبینو د هڅو په پایله کې اته ترهګر طالبان نیول شوي دي.
یادو ترهګرو د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د ترور، تخریبي حملو او ماین ځای پر ځای کولو په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود.
د یادونې وړ ده چې یادو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی دی.