نیمروز کې؛ پولیسو ۳۴ تنه نیولي او د سلګونو څارویو د قاچاق مخنیوی یې کړی

د نیمروز امنیه قوماندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ تنه د انساني قاچاق په تړاو، اووه تنه د غلا، درې تنه د اسنادو د جعل او دوه تنه د نظامي تجهیزاتو د ناقانونه ساتلو په تړاو د دغه ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي. ورته مهال، امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په کنګ ولسوالي کې د ۸۰۰ څارویو د قاچاق مخنیوی کړی چې په ناقانونه توګه له هېواد څخه قاچاق کېدل.