نیمروز کې؛ پولیسو ۳۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

د نیمروز امنیه قوماندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د نیمروز په مرکز زرنج ښار او ولسوالیو کې ۳۳ شکمن کسان د بېلابېلو غلاوو، انساني قاچاق او اخلاقي فساد په تړاو نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.