نیمروز ولایت کې یو تن له ۱۲ کلن کورني بند څخه را خلاص شو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۱:۵۳
asdf

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو، د یوه کشفي او هدفي اقدام په ترڅ کې یو تن د دغه ولایت په دریمه ناحیه کې له ۱۲ کلونو کورني بند څخه را خلاص کړ.
خلاص کړل شوی کس ۵۰ کاله عمر لري او د کورنۍ غړو له خوا په یوه تیاره کوټه کې بندي شوی وو چې رواني او فزیکي حالت یې هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی.