نیمروز او ننګرهار کې دوه تنه د ۱۳۸ کیلو ګرامه نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱ - ۸:۴۹
j

د نیمروز او ننګرهار ولایتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د ۱۳۸ کیلو ګرامه نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه پولیسو د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې ۵۷ کیلو ګرامه هیرویین، ۶۰ کیلو ګرامه تریاک، ۹ کیلو ګرامه امفتامین او ۹ کیلو ګرامه چرس چې په یوه کرولا ډوله موټر کې يې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او همداراز د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د نهمې حوزې له اړوند سیمو دوه تنه د درې کیلو ګرامه نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.