نیمروز او فاریاب کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د نیمروز او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ نیمروز کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو له ۳۰ کیلوګرامه ښيښه، شپږ کیلوګرامه هیرویینو، یو کیلوګرام چرس او یوې قبضې تومانچې سره او همدارنګه په فاریاب کې هم دوه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو له یو اندازه چرسو، تریاکو او ښيښه سره یو ځای نیول شوي دي.