نږدې ۷۰۰ نجونو د ملي پولیسو په لیکو کې د شمولیت آزموینه ورکړه.
کورنیو چارو وزارت ۲۵۰ نجونې د ملي پولیسو د ښوونیز کورس د ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد سیواس اکاډمۍ ته لېږي.
نن د یاد کورس د آزموینې لپاره نږدې ۷۰۰ نجونو د کورنیو چارو وزارت په تالار کې ګډون کړی و، چې د هېواد له بېلابېلو برخو د لوړو زده کړو څښتن وو.
په یاده آزموینه کې د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیال لوی پاسوال عبدالجبار پردلي وویل، چې د ملي پولیسو لیکو ته د ځوانانو په تېره بیا د نجونو جذب ډېر مهم دی او هغې نجونې چې په ننۍ آزموینه کې یې ګډون کړی و، د هغوی د کورنیو له ملاتړه یې مننه او درناوی وکړ.
همداراز د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیال د ملي پولیسو د مسلکي سازۍ له پروګرامه چې د جاپان هېواد د جایکا پروژې او د متحدو ملتونو د انکشافي ادارې سره په همغږۍ تمویل کېږي، ستاینه او مننه وکړه.
په دې آزموینه کې چې کومو نجونو ګډون کړی و، خپله موخه یې د خلکو لپاره خدمت او د هېواد له لوېشت-لوېشت خاورې دفاع وښوده.