نږدې ۴۰ تنه د سرحدي پولیسو او د امارتي ادارو د ساتنې لواء منسوبین د سکنر وسایلو اړوند لنډ مهاله روزنې وروسته فارغ شول
نږدې ۴۰ تنه د سرحدي پولیسو او د امارتي ادارو د ساتنې لواء منسوبین، د کورنیو چارو وزارت د مخابرې ریاست د تعلیم او تربیې مدیریت لهخوا د سکنر وسایلو په برخه کې تر لنډ مهاله روزنې وروسته فارغ شول.
په فراغت غونډه کې د مخابرې ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ نظامي مرستیال، مل پاسوال انجنیر عزیزالرحمن صلاحالدین ګډون کړی و. نوموړي د تلاشۍ ځایونو کې د سکنرونو ارزښت، او د امنیت ټینګښت په برخه کې یې د مهم رول په اړه خبرې وکړې.
نوموړي له فارغ شویو منسوبینو وغوښتل، چې له خپلو مسلکي زده کړو څخه په مؤثر ډول د امنیت د لا ښه تأمین لپاره ګټه واخلي.
د غونډې په پای کې فارغانو ته تصدیقنامې هم ورکړل شوې.