نږدې زر تنه روږدي په پلازمېنې او څو ولایتونو کې د درملنې په موخه راټول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۲۵
شسیشسی

نږدې زر تنه روږدي په پلازمېنې او څو ولایتونو کې د درملنې په موخه راټول شول  د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو، د خپلو هدفي او چاڼیزو اقداماتو په ترڅ کې په پلازمېنې کابل او د هېواد په یوولسو ولایتونو کې ۸۴۲ په نشو روږدي کسان راټول کړي او د بستر لپاره یې د روږدو روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.  نشه‌يي توکي لا هم په هېواد کې یوه جدي ستونزه بلل کېږي چې د ټولنې پر روغتیا او ثبات منفي اغېز لري. اړوندو ادارو د دې ستونزې د مهارولو لپاره، د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې پروګرامونه چټک کړي دي، څو هغوی له سړکونو راټول او د درملنې له لارې بېرته عادي ژوند ته را وګرځول شي.