نورستان او هرات کې دوه ترهګر طالبان ونیول شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۹:۵
ی

د نورستان ولایت د امنیه قومندانیو منسوبینو د ناری ولسوالۍ له "ساو" کلي یو ترهګر طالب چې ښځینه کالي یې پر ځان وو، له پېژندنې وروسته نیولی دی.
په همدې حال کې یو بل تن د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ له "پل مالدار" سیمې د امنیتي ځواکونو د ترور په تور نیول شوی دی.
له دې کس څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.