ننګرهار کې ۴۱ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي 

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۱:۱۱
asdf

د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دوو وروستيو اونيو په ترڅ کې ۴۱ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو د دغه ولايت له اړونده سیمو څخه نیولي چې له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي.
د نيول شویو کسانو څخه ۴۰۰۰ دانې نشه يي ګولۍ، یوه اندازه چرس، هیروئین او شيشه هم ترلاسه شوې ده.