ننګرهار کې ۳۸ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۱۴:۹
ی

افغان ګډو امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۲ ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د یادو عملیاتو پرمهال ګڼ شمېر سیمې تصفیه شوې او همداراز د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نقلیه وسایط له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې سیمه کې د امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات لا هم دوام لري.