ننګرهار کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: انسان تښتونه، د نشهيي توکو قاچاق او غلا په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د لومړنیو څېړنو پرمهال خپل جرمونه منلي او قضیې به یې ژر تر ژره د قانوني اجراآتو پهپار اړونده بنسټ ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې پولیسو په مرکز جلالاباد ښار کې هم دوه تنه د جعلي ډیټول صابونونو د پلور په تړاو نیولي دي.