ننګرهار کې ۱۵۰ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره یو ځای په ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو ضد دوه جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې په اچین ولسوالۍ کې په یوه استوګنیز کور کې ۸۰ کیلوګرامه "چرس" او همدارنګه په غني خېلو ولسوالۍ کې هم ۷۰ کیلوګرامه "چرس، ښيښه او تریاک" کشف او ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د غني خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د ساتنې د قضیې په تړاو یو کس د پیکا له ۳۳ ډزه ګولیو سره نیول شوی دی.