ننګرهار کې ۱۴۵۰ داعشیان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي

jamil-moi
جمعه ۱۳۹۸/۹/۱۵ - ۸:۱۵
8

د تېرې یوې میاشتې په لړ کې ۱۴۵۰ تنه داعش چې په کې ۴۱۳ تنه یې جنګیالي دي، له خپلو کورنیو سره یو ځای چې مېرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي، امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په تسلیم شویو داعش غړو کې د کورنیو اتباعو سربېره بهرني اتباع هم شتون لري، چې اوسمهال د امنیتي ځواکونو له لوري داعش ته اړوند له ۸۸۸ مېرمنو او ماشومانو په ننګرهار ولایت کې ساتنه او پالنه کېږي.

په دې وروستیو کې ننګرهار کې د ښه مدیریت، ولسي ملاتړ او د کورنیو او بهرنیو ځواکونو د سرښندنو په پایله کې داعش ترهګر اړ شوي؛ څو دولت ته تسلیم شي او په ننګرهار کې یې ځالې، مرکزونه او پټنځایونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه افغانانو ته ډاډ ورکوي، چې هېچاته به د دې اجازه نه ورکوي؛ څو د خلکو د امنیت په وړاندې خنډ شي او هر هغه ډله چې په دې چارې لاس پورې کوي، برخلیک به یې په ننګرهار کې د داعش په څېر وي او د خپلو سرونه په بیه به له خپلې لوېشت - لوېشت خاورې دفاع کوي.