ننګرهار کې یو کس د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو د قاچاق په تړاو ونیول شو

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۸ - ۱۰:۸
5

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو کس د نږدې اوه زره "کا" نشه کوونکو تابلېتونو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس ۶۹۸۹ عدده "کا" تابلېتونه په یوه بار وړونکي ټېلر ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو، چې د تورخم په بندر کې تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.
د دې کس نسبتي دوسیه تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.