ننګرهار کې یو کس د چرسو د قاچاق په تړاو ونیول شو
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ په "جوی ۲۶" سیمه کې د نشهيي توکوو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د چرسو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
له یاد کس څخه ۱۱ کیلوګرامه چرس او یو شمېر مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.