ننګرهار کې یو کس د نشه‌یي توکو د ساتنې او بل کس د وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۱۶ - ۱۵:۵۷
1

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس د ۳۷ کیلوګرامه چرسو د ساتنې په تړاو له درې میله بېلابېل ډوله وسلو سره یوځای نیولی دی.
همداراز دې ځواکونو د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې هم د یو لړ هدف‌مند عملیاتو په پایله کې یو کس د پينځه میله کلاشینکوفونو او یو شمېر مهماتو د قاچاق په تور نیولی دی.