ننګرهار کې څه باندې ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۲ - ۱۰:۲۷
z
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت د سره رود ولسوالۍ په دوسرکې سیمه کې د درمل جوړونې پر یوه شرکت عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱۰۰۰ قرصه نشه يي ټابلېټونه، یو ډېر شمېر نشه يي توکي او د نشه يي توکو د تولید او پروسس یو شمېر وسایل نیولي دي.
پولیسو د یادو عملیاتو په لړ کې ۴۵ کیلو ګرامه جامد کېمیاوي توکي، ۳۵ لیتره اوبلن کېمیاوي توکي، ۱۹ قرصه ټابلېټ کا او د ټابلېټ کا د تولید او پروسس یو شمېر وسایل نیولي دي.
ملي پولیسو په ننګرهار کې د تېرو دوه اونیو په لړ کې په ۲۰ بېلابېلو عملیاتو کې ۸۰۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي او ۱۶۳ لیتره الکولي څښاک کشف او ضبط کړي او د یادو قضیو په تور یې ۲۳ کسان نیولي دي.