ننګرهار کې پینځه طالب او داعش ترهګر ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې درې طالب ترهګر چې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود، نیولي دي.
په همدې حال کې؛ یادو ځواکونو د بټي کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه داعش ترهګر نیولي دي.