ننګرهار کې پولیسو د لسګونو موټرونو تورې شیشې سپینې کړې
د عامه نظم د ټینګښت او ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي په موخه، د ننګرهار ولایت امنیې قومندانۍ په تېرو دوو اوونیو کې د جلالاباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د تور شیشو لرونکو وسایطو د سپینولو کمپاین پیل کړی و، چې په پایله کې یې ۱۲۵ موټرونه د تورو شیشو او نورو ناقانونه وسایلو څخه پاک شول.