ننګرهار کې له یوې موټربم چاودنې مخنیوی شوی

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۱ - ۱۴:۳۹
1

تېره شپه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو د یوه ډک موټر له چاودنې مخنیوی شوی دی.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او یاد کس د ترورېستي بریدونو په هدف په یوه "وېکسار" ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې د پولیسو د تلاشۍ په پایله کې نیول شوی دی.
د نیول شوي کس دوسیه به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.