ننګرهار کې د پولیسو له خوا ۱۸۵ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۶ - ۱۲:۴۱
moi

د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو تېره ورځ د څلورو عملیاتو په ترڅ کې ۱۸۵ کیلو ګرامه مخدره توکي د چرسو له ډوله کشف او ضبط کړل.
یاد مخدره توکي په څلورو موټرو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې د ملي پولیسو له خوا د سرخرود او مهمند درې ولسوالیو څخه کشف او ضبط شول.
د یاددولو ده، چې د دې قضیې په تړاو پنځه تنه نیول شوي دي.