ننګرهار کې د نشه يي توکو یوه محموله کشف او ترلاسه شوه
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په همکارۍ د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په خوسا چینه کلي کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۸۷ کیلوګرامه چرس، ۳۴ کیلوګرامه تریاک او دوه قبضې تفنګچې د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي.