ننګرهار کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو پنځه تنه ونیول شول.

د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو او د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په سره رود او غني خېلو ولسوالیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو پنځه پلوروونکي او قاچاقبران نیولي دي.
پولیسو د دې عملیاتو په لړ کې ۲۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو، تریاکو او امفتامینو له ډوله او څه باندې ۲۷ لیتره کېمیاوي تیزاب ضبط کړي دي.