ننګرهار کې د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه ډیپو کشف او ترلاسه شوه
![7](/sites/default/files/2020-09/119297780_1803499226454633_9112276808025984626_o.jpg)
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه ډیپو کشف او ترلاسه کړه.
په یاده ډیپو کې د سپکو او درنو وسلو ګولۍ، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي شامل وو، چې ډایاک ته سپارل شوي دي.
د دې مهماتو او چاودېدونکو توکو په کشف سره له ګڼو سترو خونړیو پېښو مخنیوی شوی دی.