ننګرهار کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د هدفمند عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول ونیول شو

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نیولی دی.
القاعده ترورېستي شبکې له طالبانو سره یو ځای په ننګرهار ولایت کې ترهګریزې پېښې سازماندهي کولې او له دې کس څخه یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.