ننګرهار کې د مسؤلینو په هڅو د دوو کورنیو سل کلنه دوښمني حل شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۲۳
شیشس

د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د عبدالخیلو په سیمه کې د دوو کورنیو د سل کلونو پخوانۍ دوښمني چې دواړو غاړو نه ترې درې تنه وژل شوي وو او شپږ تنه ټپیان شوي وو د ځایي مسؤلینو په هڅو یاده دوښمني حل او دواړو کورنیو یو بل وبښل.

د دواړو کورنيو غړو له مسئولينو مننه وکړه چې په ميراث کې ورته پاتې دښمني يې ختمه او ترمنځ يې روغه جوړه وشوه. دوی ژمنه وکړه چې له دې وروسته به په سوله کې ژوند وکړي.