ننګرهار کې د غیرمعیاري درمل جوړولو یوه فابریکه کشف او له منځه یوړل شوه.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د عامې روغتیا وزارت د استازو په شتون کې د غیرمعیاري درمل جوړولو یوه فابریکه کشف او له منځه وړې ده.
د غیرمعیاري درمل جوړولو یاده فابریکه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې وه، چې نقلي او غیرمعیاري درمل به یې جوړول.
د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
همداراز له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د جلال اباد ښار د دوهمې حوزې په اړوند سیمو کې ۵۰ کارتنه خوراکي توکي چې قانوني ګمرکي اسناد یې نه درلودل، نیولي دي.