ننګرهار کې د داعش ترهګرې ډلې اوه غړي ونیول شول.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د داعش ترهګرې ډلې اوه غړي نیولي دي.
په یادو کسانو کې د داعش ترهګرې ډلې اکمالاتي او د تخریبي کړنو فعال غړي شامل دي.
یادو کسانو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو کې لاس درلود.
د یادونې ده چې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د یو بل عملیات په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی "میراغا" هم نیول شوی دی.