ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه
نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې ترهګرو د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سیمهییزو پولیسو د قومندان شیخ اکرم د جنازې پر مراسمو ترهګریز برید ترسره کړ.
په ژورې خواشینۍ سره چې د دې ترورېستي برید له امله ۲۴ ملکیان شهیدان شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت دا برید په کلکو ټکو غندي او یاد برید د ټولو بشري او اسلامي اصولو خلاف ګڼي.
ترهګر هېڅ ډول دین او قوانینو ته ژمن نهدي او یوازې د ملکي خلکو په نښه کول د دوی ستره او ناوړه موخه ده.