ننګرهار کې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو او جنګي تسلېحاتو دوه زېرمې کشف او له منځه یوړل شوې

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۸ - ۱۰:۳۰
6

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د اچین ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو او جنګي تسلېحاتو یوه زېرمه چې په کرنیزو ځمکو کې ځای پر ځای شوې وه، کشف او همدارنګه د څو ډزه توغندیو او لسو کړیو ماینونو په ګډون یې ګڼ شمېر مهمات ترلاسه کړي دي.
په همدې حال کې؛ د دور بابا ولسوالۍ په اړوند پرتو سیمو کې د یادو ځواکونو د یوه بل عملیات په پایله کې د سپکو او درنو وسلو سلګونه ډزه ګولۍ او یوولس میله وسلې کشف او ضبط شوې او د ساتنې په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.