ننګرهار کې د انسان تښتوونکو یوه شپږ کسیزه ډله ونیول شوه

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د انسان تښتوونکو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.
د دې عملیاتو پر مهال یو تن چې د انسان تښتوونکو په منګلو کې و، د پولیسو لخوا ازاد شوی دی.