ننګرهار کې دوه تنه د ۴۸۲ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۹:۳۴
6

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې په اړوند خالص فامیلي سیمه کې ۴۸۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیولي او دې کسانو ۴۶۲ کیلو ګرامه چرس او ۲۰ کیلو ګرامه تریاک په یو عراده فرونر ډوله واسطه کې ځای پر ځای کړي وو؛ چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.