ننګرهار کې دوه تنه د چرسو د قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۴ - ۱۲:۳۵
2

له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ننګرهار کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د جلال‌اباد ښار د نهمې ناحیې او غني‌خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ۶۴ کیلوګرامه چرس په دوه عرادو لېږدوونکو وسایطو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، چې د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.