ننګرهار کې درې تنه د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۷ - ۱۳:۵۷
1

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ننګرهار ولایت کې د نشه‌يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه د چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو قاچاقبرانو ۳۱۰ کیلو‌ګرامه چرس په یو عراده "مازدا" ډوله بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې قاچاق یې کړي، چې د نازیانو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
همداراز پولیسو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د پینځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم یو کس د یو اندازه چرسو د پلور په تړاو نیولی دی.