ننګرهار کې اووه تنه د مردارو چرګانو د پلور او غلا په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۰:۵۲
شسیبشسب

د ننګرهار امنیې قومندانۍ پولیسو د یو کشفي اقدام پر مهال، څلور تنه د جلال‌اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په هوټلونو او خلکو د مردارو چرګانو د غوښو د پلور په تړاو نیولي دي.
همداراز د ننګرهار د کامې ولسوالۍ پولیسو، درې وسله‌وال غله چې د شپې مهال به یې د خلکو له کورونو غلاوې کولې، نیولي دي.
دغو غلو د نیول کېدو پر وخت پر پولیسو ډزې کړې وې چې په ځوابې ډزو کې درې واړه ټپیان شوي او پولیسو نیولي دي.