ننګرهار کې؛ پولیسو ۱۱ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي
د ننګرهار نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې د ۲۵۵ کیلو چرسو او یو اندازه نشه لرونکو ګولیو د قاچاق مخنیوی کړی او په تړاو یې ۱۱ تنه نیولي دي.