ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د پروسېس یو لابراتوار له منځه یوړل شو

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۹:۴۸
۷

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د هېواد له هوايي ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت د خوګیاني ولسوالۍ په اوده کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو د پروسېس یو لابراتوار کشف او له منځه وړی دی.
له یاد لابراتوار څخه ۳۰۲۵ کیلوګرامه تریاک، مورفین او کېمیاوي توکي او همدارنګه ځینې وسایل چې د نشه يي توکو په جوړونه کې ترې استفاده کېږي، کشف شوي او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون پر بنسټ تر څېړنو وروسته په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي.